د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سیریک ژومانګارین او مله پلاوي سره په ګلخانۍ ماڼۍ کې لیدلي او پر بېلابېلو اقتصادي همکاریو یې بحثونه کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان له قزاقستان سره ګڼ مشترکات لري چې په تېر کې یې هم د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېزه لرلې ده.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند وړاندې ویلي: افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لار نقشې مسوده لاسلیک کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د دې لار نقشې پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو لکه سوداګرۍ، کرنې، د کانونو استخراج، ټرانسپورټ، ترانزیټ، وسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.
ښاغلي برادر وړاندې زیاته کړې: اسلامي امارت چمتو دی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې موجود فرصتونه له قزاقستان سره شریک او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې موافقتنامه لاسلیک کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پراختیا او د افغانستان د نفتو ساحو په پراختیا او اکتشاف کې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه اسلامي امارت د څلورو هېوادونو (افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان) د واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده.
همدا راز ملا صاحب برادر د کابل او استانې ترمنځ د الوتنو پر پيل، افغان سوداګرو ته د قزاقستان د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سيمې هېوادونو سره په ګډه جوړېدونکې اقتصادي مجمع کې د افغانستان پر فعالې برخې اخيستو ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سیریک ژومانګارین دې ناسته کې ویلي، قزاقستان د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او ویني چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي. ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
نوموړي وویل، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک وسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغې پروژې د چارو پرمخ بېولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتو دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، قزاقستان د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري، چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنیټ ورکړي. نوموړي وویل، قزاقستاني پانګوال په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او په دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي. د دغې لیدنې پر مهال قزاقستاني لوري افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو او همدا راز د روغتیا او تعلیم برخو کې ګډو همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د وسپنې پټلۍ په یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او همدا راز په بېلابېلو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. یاده دې شي چې د قزاقستان د لومړي وزیر دمرستیال په ګډون یو باصلاحیته پلاوی نن کابل ته راغلی دی