ډېر لوستل شوي

مخابراتو وزارت: د اټوما شرکت اړوند تړوني مه خلاصوئ

اټوما مخابراتي شبکې ته د اېم.ټي.اېن مخابراتي شرکت د اسهامو له لېږد وروسته پر سوشل میډیا

یو شمېر تړوني او پیغامونه خپریږي چې د اټوما(پخواني اېم.ټي.اېن) سیمکارټونو لرونکو ته په وړیا ډول ډېټا او ورکول کیږي چې دا اوازې او د منلو نه دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي پر هېوادوالو غږ کړی چې دا ډول تړوني خلاص نه کړي، چې تر شا یې د سایبري او ویروسي بریدونو شونتیا شته.

ښاغلي الکوزي زیاته کړې چې مخابرتي شرکتونه له خپلو رسمي ادرسونو خپل اعلانونه او نورې خبرتیاوې خپروي.

یاده دې شي چې اېم.ټي.اېن مخابراتي شرکت خپل سهمونه اټوما ته لېږدولي دي.

اړوند خبرونه