اسوشټيد پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر نن دوشنبه مړ شوی دی.
هغه له څه مودې راهیسې د خپلې ناروغۍ د درملنې په موخه په روغتون کې بستر و او له سینه بغل ناروغۍ کړېده.
د نوموړي اصلي ټاټوبی لاتینه امریکا وه او دا لومړی ځل و چې له یادې سیمې یو تن د کاتولیکانو مشر کیږي.
نوموړي له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راهیسې د کاتولیکي عیسویانو مذهبي مشري کوله.