د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر د سیاستونو مخالفینو او د یرغملو کورنیو غړو یو ځل بیا پر پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ لاریونوالو د نتانیاهو د استعفا، غزه کې د اوربند او د زندانیانو د تبادلې په موخه د هر اړخیزې هوکړې غوښتنه کړې ده.
صهیونیستي رژیم د اسراییلي بندیانو د ازادي لپاره غزه کې د لنډمهالي اوربند په لټه کې دی؛ خو حماس غواړي، چې غزه کې تلپاتی او ډاډمند اوربند ترسره شي.
یاده دې شي چې صهیونیستي رژیم لا هم خپل بریدونه نه دي درولي او د فلسطینیانو ټولوژنه یې روانه ساتلې ده.