د برېښنا شرکت له لوري د تورخم په عمري پنډغالي کې د څه باندې پینځه میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه شبکه د ۱.۵ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې په فعالیت سره یې په یاد پنډغالي کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د ۲۴ ساعته برېښنا چوپړ چمتو شي.
یاه دې شي چې افغان حکومت د کډوالو ستونزو ته ځانګړې رسېدنه کړې ده.