ډېر لوستل شوي

ختیځ زون کې ګڼې وسلې او مهمات ترلاسه شوي

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو په ختیځو ولایتونو کې د کشفي راپورونو په بنسټ یو شمېر تصفیوي عملیات کړي چې په پایله کې یې (۳۳) ميله سپکې او درنې وسلې او نور توکي ترلاسه شوي دي.

ویل کیږي چې په دې وسلو او مهماتو کې پيکاوې، لونداز، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، ام ۴، تومانچې، کيوبيايي ټوپک، نارنجک، درازنوف او راکټونه شامل وو. همداشان د یادو عملیاتو په ترڅ کې د دوو مزایلو په ګډون یو شمېر مرمۍ او لاسي بمونه کشف شوي دي.

ورته مهال د قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي ولسونو ته ډاډ ورکړی چې د قول اردو اړوند د کشف کنډک مسوولین او مجاهدين د ختيځ زون په کچه ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو سره پوره همغږي لري او د دې توان لري چې د اسلام او هېواد دښمنان پخپلو ځالو کې مخکې له ورانکارۍ وځپي او لمنځه يې يوسي.

هغه په ټولو ولسونو غږ وکړی که هر چا سره د بيت المال اړوند وسلې، وسايط او تجهيزات وي پخپله خوښه دې مسوولینو ته وسپاري.

اړوند خبرونه