د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر د افغان ـ قزاق سوداګریزه ناسته کې له قزاقستاني پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نور الدین عزیزي وړاندې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د استانې ـ کابل اړیکې غوړېدلي دي. نوموړي وړاندې ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د قزاقستان او افغانستان اړیکې خرابې کړي. یاده دې شي چې نن(سه شنبه، غوایي دویمه) د افغان ـ قزاق نندراتون د پرانیستې لومړۍ ورځ ده چې د افغان چارواکو سربېره پکې د قزاقستان د لومړۍ وزیر د مرستیال په مشرۍ یوه لوړپوړي قزاقستاني پلاوي هم دې مراسمو کې برخه اخیستې ده.