د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري نن په کابل کې د قطر دولت د سفارت له شارژدافیر ډاکټر مُردِف القاشوطي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قطر تر منځ د دوهاړخیزو اړیکو، د سیمهییزو امنیتي حالاتو، همداراز د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې اترې کړي دي.
ښاغلي عمري د قطر له دولت څخه د افغانستان د خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د شویو همکاریو مننه کړې او هیله یې کړې چې دا همکارۍ لا پراخې شي. له بلې خوا ښاغلي القاشوطي هم یو ځل بیا له افغانستانه د خپل هېواد ملاتړ کړی دی.