د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مسوولینو ویلي، چې سږکال به د غنمو حاصل د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیات وي. ددې امارتي شرکت مسوولینو زیاته کړې، چې سږکال په څلورو فارمونو کې په څه باندې ۱۵۰۰ جریبه او یوازې په درېیم فارم کې په ۲۲۰ جریبه ځمکه غنم کرل شوي دي.
د ننګرهار کانال اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي د درېیم فارم له غنمو د لیدنې پر مهال ویلي: غنمو ښه وده کړې او د رېبلو لپاره چمتو شوي دي. نوموړی هیله څرګنده کړې، چې د اقلیمي شرایطو د برابروالي په مټ به سږني حاصل د هېوادوالو اړتیا پوره کړي.
یاده دې شي چې افغانستان د غنمو د حاصلاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.