ډېر لوستل شوي

له نظامي ګټې اخیستنې تر بیا چوپړه؛ ننګرهار کې یو روغتون رغېدلی

د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې د دوه سوه نهه دېرش زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد روغتون د پرانیستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف ویلي چې دغه روغتون د یونسیار موسیسې لخوا د دوه سوه نهه دېرش زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بیا له سره په بنسټیزه بڼه په یو نیم جریب ځکه کې رغېدلی چې اتلس روغتیایي خونې لري او ټول اړین چوپړونه پکې وړاندې کیږي.

همدارنګه د یونسیار موسسې د ختیځو ولایتونو مسول الماس برکتوف په خپلو خبرو کې ویلي په دې وروستیو کې د دوی خدماتو ته په افغانستان کې تر ټولو ښه زمینه برابره ده څو د روغتیا او نورو اړینو برخو کې د اړمنو افغانانو لاسینوی وکړي.

د هغه په وینا داسې سیمو ته چې اوس په کې روغتیایي مرکزونه یونسیار جوړوي وړاندې د تللو امکان نه وو خو اوس په ټولو سیمو کې ډاډمن امنیت شتون لري او د دوی د چوپړونو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.

بلخوا د سیمې خلک خوښ دي چې د جګړو له امله هغه ویجاړ شوی روغتون بیا له سره رغول کېږي چې تر پرونه یې ان نښې نه وې پاتې. دوی وایي له دې وروسته به اړ نه وي چې عاجل ناروغان د یادې ولسوالۍ مرکز او جلال اباد ته انتقال کړي.

دوی له مسولینو په نورو برخو کې هم د خدماتو غوښتنه کوي په خبره یې چې کلونو جګړو ترې د روغتیایي مرکزونو تر څنګ ګنې نورې برخې هم تروړلې دي.

مسوولینو د یاد روغتون د پرانیستې پر مهال ډاډ ورکړی چې په راتلونکي کې به د هسکې مینې یو شمېر نورو برخو ته هم روغتیایي مرکزونه رغوي او په ټولو هغو برخو کې به چوپړونه تر سره کوي چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

اړوند خبرونه