ډېر لوستل شوي

مسقط، افغانستان کې پخوانې پاتې پروژې بشپړوي

په مسقط  کې د افغانستان اسلامی امارت سفارت سرپرست حافظ عمر د عمان سلطنت د الهیئة العمانیة الخیریة  نهاد له اجراییه مشر سره په کاري دفتر کې کتلي دي.

په دي لیدنې کې ښاغلي حافظ عمر د یادي اداری مشر سره د افغان کډوالو پر راتګ، د هغوی پر ادغام او دوی ته د ښه ژوند برابرولو په تړاو مالومات ورکړي دي.

ښاغلي عمر همدارنګه د مرستندویه ادارو او  بنسټونو پر اهمیت خبری اترې کړي.

له بلې خوا محمد بن حمود الذهلي ویلي چې د عمان سلطنت په افغانستان کې خپلې پخوانۍ پلان شوي او نیمه پاتې پروژو تر سره کولو او بشپړولو ته ژمن دی. یاده دې شي چې مسقط ـ کابل په اوس وخت کې غوره سیاسي او ډيپلوماټيکې اړیکې لري.

اړوند خبرونه