د نورستان په دواب کې یوې یېږې دوه تنه داړلي او مړه کړي دي.
د دواب اوسېدونکي وایي چې دا دوه تنه غره ته د لرګو په پار ختلي وو چې له یوې ییږې سره مخ شوي.
د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي احمدبشیر چې د پېښې په سیمه کې دی، ویلي چې امنیتي ځواکونو د دوی جسدونه موندلي او د جنازې له لمانځه وروسته خاورو ته شوي دي.
یاده دې شي چې نورستان یو غرنی ولایت دی چې په ځنګلونو او غرونو کې یې ډول ډول ژوي ژوند کوي.