د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د يو شمېر سيمهييزو مسوولينو په ملتيا د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو ته ښارګوټی پرانېست.
د رياستالوزارء د عمومي دفتر رياست د خبر له مخې، د ياد ښارګوټي په جوړو شويو مراسمو کې ښاغلي حنفي له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري اېستل د ګاونډيتوب او نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی او له ټولو مرستندويه بنسټونو او سوداګرو يې غوښتي، چې له راستنو شويو سره مرسته وکړي.
د ويلو ده، چې ياد ښارګوټی د جلالالدين محمد بلخي په نوم د ۳ زره او ۱۰۰ جريبه مساحت لري او ټولې اړتياوې پکې په پام کې نيول شوې دي.