د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمير کابلوف او په کابل کې د روسيې له سفير ديمتري ژيرنوف سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او سيمي پر امنيتي، اقتصادي، سوداګريزو همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان په اړه د مسکو وروستی ګام ستايلی او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام بللی دی.
د وزارت خبر له مخې، دواړو لوريو دغه راز د دیپلوماټیکې اړیکې تر سفارتي کچې په لوړولو او د متقابل تعامل، امنیتي او په سوداګريزو همکاریو ژمنې هم کړې دي.