د عامې روغتيا وزارت افغان حاجيانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د حج کمېټې ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د حج مراسمو په مهال د وقايوي تدابيرو، روغتيايي چارو د ښهوالي او د تېر کال ستونزو په تړاو خبرې شوې دي. د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د حاجيانو لپاره د روغتيايي خدمتونو په پوره چمتووالي ټينګار کړی او مسوولينو ته يې د لا ډېرې پاملرنې لارښوونې کړې دي.