د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سېریک ژومانګارین او مل پلاوي يې افغانستان ته د خپل په ترڅ کې له ملي موزیم څخه لیدنه کړې ده.
ياد ملي موزيم په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې ښاغلي ژومانګارین په دې لیدنه کې موزیمونه د هېوادونو د کورني او بهرني پرمختګ تر ټولو مهم ځایونه یاد کړي او دا یې د نړیوال تعامل، کلتوري مهارتونه او په ځان باورۍ اغېزمن وسایل بللي دي.
نوموړي دغه راز د افغانستان د تاریخي او فرهنګي آثارو له لیدو خوښي ښودلې ده.
د افغانستان د ملي موزیم رییس مولوي صبغتالله عابد د قزاقستان له لوړپوړي دولتي پلاوي تود هرکلی کړی او یو “کاتالوګ” چې د افغانستان تاریخي او فرهنګي آثار پکې خوندي دي، د ډالۍ په توګه ورکړی دی. یاده دې وي، چې د قزاقستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی دا درېیمه ورځ ده چې په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی دی.