د عدليې وزارت سرپرست شيخ عبدالحکيم شرعي د درملو شرکتونو له يو شمېر مسوولينو سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند قاري برکتالله رسولي وايي، په دې ناسته کې د روغتيا بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي شرعي هېواد ته د بېکيفيته او تاريخ تېره درملو په مخنيوي ټينګار کړی او زياته کړې ده، چې ښار ته د دې ډول درملو واردول له هېوادوالو سره ستر خيانت دی.
د عدليې وزارت سرپرست دغه راز د جعلي اسنادو د جوړېدو له مخې د درملو له ټاکلي بيو لوړ پلورلو په مخنيوي هم ټينګار کړی او ويلي دي، چې دغه چاره به د بازار نرخونه زيانمن کړي.

