د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعيسی ثاني د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سېريک ژومانګارين او مل پلاوي سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې ناسته کې د دواړو لوريو ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، ترانسپورټي او لوجستيکي همکاريو پر پراختيا، وسپنې پټلۍ جوړونې او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست قزاقستاني لوري ته په اقتصادي، سوداګريزو او ترانسپورټي برخو کې د اړيکو او همکاريو د لا پراختيا ډاډ ورکړی او زياته کړې ده، چې په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمېنه برابره شوې.
دغه راز ژومانګارين ويلي، قزاقستان غواړي د تورغونډۍ-هرات په وسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانگونه وکړي او په هرات ولايت کې يو معياري ترانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړکړي.