د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سېريک ژومانګارين او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دغه ليدنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي او ترانزيټي اړيکو په پراختيا، د ترانسپورټي اسانتياوو په رامنځته کېدو او افغان موټر چلوونکو ته د وېزو ورکولو په تړاو خبرې شوې دي.
د ياد هېواد د لومړي وزير مرستيال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاري چمتووالی ښودلی او زياته کړې يې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي.