ډېر لوستل شوي

لوګر کې نږدې ۵۰ زره کسانو ته د نفوس د احوال ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال په لوګر کې ۴۸ زره او ۷۸۱ کسانو ته د نفوس د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

يادې ادارې د لوګر د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو له مخې ويلي، په دې خدمتونو کې ۴۰ زره او ۷۰۹ برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼې، ۱ زر ۸۵۹ کسانو ته د ژوند پېښو او ۶ زره ۲۱۳ نورو کسانو ته په تابعيت پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه شامل دي. د ياد رياست رييس قاري نجيب‌الله نظامي هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې په دې ولايت کې د د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه فعاله ده، چې د نويو برېښنايي پېژندپاڼو په وېش سربېر د مثنی پېژندپاڼو وېش، نوي کول، د تخلص درج، د نوم او سن اصلاح خدمتونه هم وړاندې کوي.

اړوند خبرونه