د هرات والي مولانا اسلامجار په مشرۍ د کډوالو چارو د تعقيبي کمېټې ناسته شوې ده.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د هرات والي ښاغلي اسلامجار د بيړنيو اړتياوو (لنډمهالي استوګنځيو، خوړو، روغتيا او ترانسپورټ) په تړاو خبرې کړي دي.
ښاغلي اسلامجار د يادو خدمتونو په وړاندې کولو ټينګار کړی او د ټولو ادارو مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي. د هرات ولايت د کډوالو چارو په تعقيبي کمېټه کې د بېلابېلو دولتي ادارو استازي شامل دي، چې موخه یې د راستنېدونکو افغانانو د بېړنيو ستونزو حل او د دوامداره خدمتونو لپاره د یو منظم ميکانيزم رامنځته کول دي.