د کابل د پوهنې رياست رييس مولوي عبدالباسط حقاني د تعليمي سويې د تثبیت په پروګرام کې وايي، چې راستنو شويو ځوانانو ته به د عصري او ديني زدهکړو زمينه برابره کړو.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، چې د ۶۰۰ راستنو شويو افغان کډوالو د تعليمي سويې تثبيت لړۍ نن رسمآ پيل او په وينا یې، چې دغه لړۍ به دوام ولري. د کابل د پوهنې رياست رييس د افغان کډوالو په وړاندې د ګاونډيو هېوادونو چلند “ظالمانه” بللی او د دې چلند په بدلون يې هم ټينګار کړی دی.