په غزه کې د صهيونېست رژيم په هوايي بريدونو کې ۳۲ فلسطينيان شهيدان شوي، چې يوازې په خانیونس کې ۱۱ تنه په خپل کور کې سوځېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) لوی کمېشنر فیلیپ لازاریني خبرداری ورکړی، چې د ښځو او ماشومان په ګډون له دوه مېلیونو ډېر کسان په ډلهییزه توګه سزا ویني.
نوموړي زياته کړې: “لوږه په چټکۍ خپرېږي. بشري مرستې د معاملې په توګه کارول کېږي.”
ورته مهال، حماس جهادي غورځنګ په پناه ځایونو، روغتونونو او په استوګنځیو ورځني بریدونه د صهيونېست رژيم مشرتابه له خوا “قصدي جرم” بللي دي.