د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د اسلامي امارت نوی دیپلومات د سفیر په توګه په مسکو کې خپله دنده پیل کړي.
د ياد وزارت د رسنيو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، چې ښاغلي متقي د روسیې له دې پرېکړې، چې د اسلامي امارت نوم یې له ممنوعه لېسته څخه اېستلی مننه کړې او دغه راز یې په دې هېواد کې د اسلامي امارت د سفیر د منلو هرکلی کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د لوړولو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو او یو شمېر سیمهییزو مسائلو په اړه هم خبرې کړي دي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د راتلونکي میلادي میاشتې (مۍ) په ترڅ کې د روسیې په کازان ښار کې د جوړېدونکي کنفرانس په ترڅ کې به یو ځانګړی ناسته ترسره شي، ترڅو د افغانستان او روسیې ترمنځ دوامداره ګډ کمیسیون پیل شي. یاده دې وي، چې روسیې تازه د اسلامي امارت نوم له خپلو منع شويو ډلو لېست څخه اېستلی او له کابل سره یې د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو زمینه برابره کړې ده.