ډېر لوستل شوي

کابل د کشمېر پر سيلانيانو بريد وغنده

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د هند تر ولکې لاندې د جمو او کشمېر پهلګام سيمه کې پر سيلانيانو وروستی بريد د غندنې وړ بللی او په پېښه کې د وژل شويو کورنيو ته يې د صبر غوښتنه کړې ده.

د ياد وزارت وياند عبدالقهار بلخي په يوې خبرپاڼه کې دغه ډول پېښې په سيمه کې د امنيت او ثبات ګواښ بللی دی. د راپورونو له مخې، د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې یو وسلوال کس پر ګرځندویانو ډزې کړې وې او ۲۵ تنه یې وژلي دي.

اړوند خبرونه