د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د راستنو شويو افغان کډوالو په پار د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په سيمه کې د يوه ښارګوټي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ياد وزارت د کندز د کډوالو او راستنېدونکو رياست د راپور له مخې ويلي، چې په جوړو شويو مراسمو کې د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام د پايښت په تړاو خبرې کړې او د ياد ښارګوټي د جوړېدو پيل يې مهم او اغيزمن بللی دی.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني د ترتيب او پلان شوي نمرو د شمېر په تړاو ويلي، چې د دې تفصلي پلان له مخې ياد ښارګوټی د ټولو اړينو برخو په درلودو سره ۳ زره او ۸۵۰ استوګنيزې نمرې لري. د ويلو ده، چې د يادو مراسمو په مهال يو شمېر راستنو شويو افغان کډوالو ته نمرې هم وېشل شوې دي.