ډېر لوستل شوي

جوزجان کې ۴۷ د توپ سرګولۍ کشف او ضبط شوې

د جوزجان ولایت امنيه قوماندانۍ وايي، چې د انجینري ټیم يې د شبرغان ښار د شورجر کلي له سیمې د پخوانيو جګړو پاتې ۴۷ فیره د توپ سرګولۍ کشف او ضبط کړې دي.

د يادې قومانداني د انجینري ټیم آمر ملا سمیع‌الله الهام ویلي، چې دغه وسلې د سیمې د خلکو د راپور په بنسټ کشف شوې او ښيي چې له امنیتي ځواکونو سره خلکو ښه همکاري کړې ده.

ښاغلي الهام له هېوادوالو غوښتي، چې په ورته توکو ليدو سره دې امنيتي مسوولينو ته ژر تر ژره خبر ورکوي.

اړوند خبرونه