د افغانستان معاصر تاریخ د سیاسي او فکري له تر ټولو پیاوړو څېرو څخه یو، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) دی، چې نن يې ۱۲م تلين دی. هغه نه یوازې د اسلامي امارت بنسټګر، بلکې د یوه اسلامي سوچه او فکري مکتب بانی هم و.
مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د هغو رهبرانو له ډلې نه و، چې په شهرت او قدرت پسې وې، بلکې د نوموړي شخصیت د اسلامي نظام ټینګول او د محمدي شریعت تطبیق یې د تحریک د پیل بنسټ جوړاوه. هغه له لوړو مناصبو تېر و، خو د یوه ملت د اسلامي عقیدې او عزت لپاره کلک ودرېد. هغه د زهد، تقوی او بصیرت یوه ژوره بېلګه وه.
د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ژوند له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی. د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال، د مجاهدینو په لیکو کې یو عادي مجاهد و، خو د بصیرت سترګې یې روښانې وې.
په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې د “د طالبانو اسلامي تحریک” پیل د ده د پیاوړي عزم او اسلامي روحیې زېږنده وه. هغه دا خوځښت د فقهې او شریعت پر بنسټ د ټولنیز عدالت پلي کولو لپاره جوړ کړ، په ډېر لنډ وخت کې یې د افغانستان کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښود، د ده تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت حاکم شو او نسبي ثبات يې راوست.
که څه هم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله رسماً له نړیوالو سره مستقیم تماس نه درلود، خو نړیوالو یې سیاست او تدبیر احساساوه. له نړیوالو سره یې د ځینو اسلامي او سیاسي مسائلو پر سر مخالفت او د نظر توپیر پیدا شو، خو د فشارونو پر وړاندې د تسلیمۍ پر ځای یې مقاومت غوره کړ، چې دا پریکړه د هغه د دینپالنې او استقلالطلبۍ نښه وه او د ژوند تر پایه دې تکلارې ته ژمن پاتې شو.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بنسټ ايښودونکی ارواښاد اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ۱۳۹۲ هجري لمريز کال د غوايي میاشتې په څلورمه د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات او په زابل ولايت کې خاورو ته وسپارل شو. انا لله و انا الیه راجعون.
نن ورځ، چې اسلامي امارت بېرته د قدرت پر ګدۍ ناست دی، د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د فکر، تګلارې او زړورتیا پلوشې پکې ښکاري. د شریعت نافذول، له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت او د خپلواکۍ پالنه، ټول د هغه د فکري بنسټ دوام دی.
د ده ژوند دا ښيي، چې یو مجاهد کولی شي د شهرت او قدرت له تمې پرته، یو ملت راویښ، یو اسلامي نظام را منځته کړي او له تاریخي اړخه یو ژور اغېز پرېږدي.
ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د معاصر افغانستان هغه رهبر و، چې د توازن، تدبیر، مجاهدت، زهد او قربانۍ یو جامع مثال وګرځېد. که څه هم فزیکي حضور نه لري، خو اسلامي- فکري میراث او د الله لپاره خالص دریځ یې د تاریخ په پاڼو کې تلپاتې دی. ځوان او مجاهد نسل ته په کار ده، چې د مرحوم مشر اسلامي، شرعي او ملي کړنلاړه په رښتيني توګه پر ځان او ټول افغانستان کې عملي کړي.