د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله په تېرو درې نيمو کلنو کې ۱۰ قوانين توشېح او نافذ کړي دي.
د عدليې وزارت وياند قاري برکتالله رسولي وايي، په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي سيمو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.
رسولي دغه راز زياته کړې، چې په ياده موده کې ۴ طرزالعملونه، ۱ اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او هدایتونه له توشېح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره شوي دي.
د خبر له مخې، ياد وزارت د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۱۱۹ تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، اساسنامې، طرزالعملونه او لایحې پکې شاملې دي تدقیق، تحقیق او نهايي کړي او هم يې ۱۹۶ تقنیني سندونه د قران کریم، نبوي سنتو او حنفې فقهې پر بنسټ فقهي تخریج کړي او نهايي کړي دي. د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو تقنيني سندونو کې د پوليسو قانون، د زندانونو د چارو د تنظيم قانون، د معدنونو قانون، د زندانيانو د لېږد او استرداد قانون، د چاپېريال قانون، د ګمرکاتو قانون، د کار قانون، د خصوصي پانګونې قانون او نور مهم تقنيني سندونه شامل دي.