د هرات والي مولانا اسلامجار د ټاپي پروژې له رييس بګنج عبداللهيوف سره کتلي دي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر د عبداللهيوف په حواله ويلي، چې تر دې مهاله د نلغځونې چارې ۱۴ کيلومتره ترسره شوې او دغه راز د يادې پروژې ۲۴ کيلو متره مسير هم هوار شوی دی. په دې ناسته کې ښاغلي اسلامجار د ټاپي پروژې د مسوولينو هڅې ستايلې او ډاډ يې ورکړی، چې د سيمهييزې ادارې له لوري د اړينو اسانتياوو د برابرولو او د چارو د چټکتيا لپاره به هر اړخيزه همکاري ترسره شي.