د ملي دفاع وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له جګړهييزو ګډو زده کړو قومانداني څخه ۳۵۰ تنه سرتیري فارغ شول.
په دې جوړو شويو مراسمو کې د اميد راډيو خبريال د ياد وزارت د تعليماتو پرسونل مرستيال مولوي بازمحمد حميدي په حواله ويلي، چې ټولو هېوادوالو ته دې ښه خدمتونه وړاندې شي. د ملي دفاع وزارت دغه فراغت د هغو هڅو تسلسل ښيي، چې موخه یې د هېواد د خاورې ساتنه، ملي حاکمیت پیاوړتیا او د اسلامي نظام د بنسټونو ټینګښت دی.