د عامې ورغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر ډاکټر تاجالدين سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې “اېچايار” پروژې د ملاتړ، عامې روغتيا وزارت او يونيسيف ادارې له لوري د ګډ څار، ستونزو د حل، روغتياي مرکزونو ته د درملو د لېږد او د لا ډېرو همغږيو په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد ټینګار کړی او د ستونزو حل په موخه یې ګډ څار مهم بللی دی.
د ياد وزارت خبر له مخې، د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې مشر “اېچايار” پروژې د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ او روغتونونو ته د درملو پر ټاکلي وخت د لېږد ډاډ څرګند کړی دی.