ډېر لوستل شوي

جوزجان کې راستنېدونکو کډوالو ته ښارګوټی پرانېستل شو

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي نعماني او د سيمه‌ييزو مسوولينو په ملتيا د جوزجان په مرکز شبرغان کې ښار کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانېست.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ياد ښارګوټي د پرانېستې په مهال ښاغلي حنفي له ملي سوداګرو، ټولو اسلامي هېوادونو له خيريه بنسټونو او مؤسسو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره تر خپله وسه همکاري او مرسته وکړي.

د ويلو ده، چې دغه ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت لري او ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي او مستحقو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې له لارې وېشل کېږي.

اړوند خبرونه