ډېر لوستل شوي

خوست؛ د خلکو په غوښتنه د شنو ونو وهونکي نیول شوي

د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د تڼیو ولسوالۍ ځواکونو د یو کشفي راپور پر بنسټ هغه پینځه تنه نیولي چې د ادمامد په سیمه کې یې ونې وهلې وې.

د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا کسان د خلکو په غوښتنه او همکارۍ نیول شوي دي.

وړاندې ویل شوي چې دې موضوع په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو، چې امنیتي ځواکونه یې لاس په کار کړي.

د خوست مطبوعاتي دفتر وړاندې لیکلي چې دا کسان له ۳ ټوېټا موټرو سره نیول شوي دي.

یاده دې شي چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په ټول هېواد کې د شنو ونو غوڅول بند شوي او د مخنیوي په پار یې ځانګړې قطعه ورته رامنځته کړې ده.

اړوند خبرونه