ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت ژغورنې ټیم هلمند کې یو ماشوم له مرګ وژغوره

د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټيم له لوري د هلمند په باباجي ولسوالۍ کي ژورې څاه ته یو دوه کلن لوېدلی ماشوم له مرګ ژغورلی دی.

دا ماشوم تېره شپه د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټیم له لوري د نیم ساعت په اوږدو کې له دې څاه ژوندی راایستل شوی دی.

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوولینو ویلي چې ددې ماشوم روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی. یاده دې شي چې د ملي دفاع وزارت مسوولینو تر دې دمخه هم په پېښو کې ایسار هېوادوال ژغورلي دي.

اړوند خبرونه