د غزني ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې دوه باروړونکي موټرونه ټکر شوي دي.
مسوولینو زیاته کړې چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د یادې ولسوالۍ د تودې چینې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي اميد راډيو ته ویلي چې دغو موټرو کاشۍ او ګچ بار کړي وو، چې ترمنځ یې ټکر وشو.
ښاغلی سرحدي زیاتوي چې دې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو مالي زیان ورته اوښتی.