د غزني امنيه قومانداني د ناور ولسوالي د برکي په کلي کې د ګڼ شمېر وسلو او تجهيزاتو له کشف او ضبط څخه خبر ورکړی دی.
د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، په دې وسلو کې يو اېم۴، دوه کلاشينکوف، یوه توپانچه، د راکټ شل مرمۍ، يوه چانټه او يو شمېر د نارنجک مرۍ شاملې دي.
د مسوولينو په وينا، ياد پوځي وسايل په يوه کور کې په غير قانوني توګه ساتل کېدل.
د غزني امنيه قوماندانۍ ډاډ ورکړی، چې ترلاسه شوې وسلې او تجهيزات به په بيتالمال کې د ثبت په موخه د ډاياک امريت ته وسپارل شي.