ډېر لوستل شوي

کندهار کې د اسلامي ثقافت مضمون د باارزښته او اغېزمن تدریس په پار د کنفرانس پای

د ننګرهار پوهنتون په نوښت کندهار کې د اسلامي ثقافت د مضمون د باارزښته او اغېزمن تدریس په پار جوړ شوی کنفرانس پای ته رسېدلی دی.

یاد کنفرانس د ۱۱۴ علمي مقالو او د اسلامي ثقافت مضمون په تړاو د یو لړ وړاندیزونو تر شریکولو وروسته پای ته رسېدلی دی.

د کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په کنفرانس کې د استادانو له فعال ګډون څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي: «ستاسو فعال ګډون دا ثابته کړه چې یو مو هېواد، یو مو نظام او یو ملت یو، ځکه په داسې سترو علمي او مهمو موضوعاتو په ګډه بحث کوو او هرې ستونزې ته د حل لارې پیدا کوو.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر  وړاندې زیاته کړې چې اسلامي امارت پر علماوو او استادانو باور لري او باید دغه علمي هستي په بېلابېلو برخو کې د نظام ملاتړ وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي له استادانو غوښتي چې د کنفرانس پر مهال تر لاسه کړې تجربې له ځان سره یوسي او د اسلامي ثقافت پر مټ په تحصیلي بنسټونو کې مثبت بدلون راولي.

نوموړي زیاته کړې چې دې کنفرانس مقالې به راټولیږي او پرلپسې به ترې ګټه اخیستل کیږي. یاده دې شي چې په دې کنفرانس کې ټولې ۱۱۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې، چې له پایلو څخه به یې د اسلامي ثقافت په اړه د پالیسیو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي.

اړوند خبرونه