د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د لارښوونې له مخې، په لوړپوړو ادارو او ولایتونو کې یو لړ مهمې ټاکنې ترسره شوې.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ګمارنو کې د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو پخوانی عمومي رييس ملا شیر محمد شریف د زابل د والي په توګه او د تخار پخوانی امنیه قوماندان ملا جان محمد حمزه د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رييس په توګه ټاکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د سرپل د استخباراتو پخوانی رييس مولوي سیفﷲ د بلخ ـ حیرتان بندر د کمېسار په توګه او د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پخوانی رييس مولوي عبید ﷲ د بلخ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د رييس په توګه ګمارل شوی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند په خبرپاڼه کې دغه راز د بلخ ولایت د حیرتان بندر پخوانی کمېسار مولوي حسینﷲ زاهد د جوزجان د آقچې ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د ښې حکومتولۍ اصل ته په کتو او د ولسي باور پر بنسټ تر دې وړاندې هم د لوړ پوړو چارواکو په دندو کې ادولون او بدلون راوستی دی.