ډېر لوستل شوي

د عباس بندر د ټپیانو شمېر ۴۰۰  تنو ته لوړ شوی

د ایران د بېړنۍ ادارې مسوولینو رسنیو ته ویلي چې ددې هېواد په عباس بندر کې د نننۍ چاودنې د ټپیانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

ایرانیو رسنیو ویلي چې په دې چاودنه کې د کوم چا د مړینې خبر  نه دی ورکول شوی.

ددې پېښې علت لا هم نه دی روښانه شوی.

په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې لیدل کیږي، ښکاري چې د الوتکو په مټ لګېدلی اور مهاریږي.

دا چاودنه دومره زوروره وه چې آن په درې کیلومټرۍ کې یې هم ودانۍ زیانمنې کړي دي.

اړوند خبرونه