ډېر لوستل شوي

د هند او پاکستان د اړيکو ترينګلتيا؛ پوځيانو يې پر يو بل ډزې کړې

هندي او پاکستاني ځواکونو نن په کشمير کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته څېرمه پر يو بل ډزې کړې دي.

رويټرز د هندي پوځ په حواله ويلي، چې پاکستاني لوري پرې بې‌دليله ډزې کړې او دوی هم ځوابي بريد رکړی دی.

د پاکستان پوځ لا تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي وي. د هند او پاکستان اړيکي تر هغه وروسته، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمير کې وسله‌والو د يوه بريد پر مهال ۲۵ هندي سېلانيان ووژل او ۲۰ نور يې ټپيان کړل، ډېرې ترينګلي شوې دي.

اړوند خبرونه