د ریاستالوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني له لوري په فاریاب کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شوی دی.
دغه ښارګوټی چې پر ۴ زره جریبه ځمکه د فاریاب ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې جوړیږي، چې ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت اساسي مسوولیتونه دي او دوی به یادو برخو کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر ختیځو، شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې هم د کډوالو د استوګنې په پار ښارګوټي رامنځته شوي وو.