د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال په مشرۍ د سیاحتي او توریستي شرکتونو له مسولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوې ده.
مولوي قدرتالله جمال زیاته کړې چې له دې وروسته به سیاحتي شرکتونه خپل جوازونه او فعالیتونه د ګرځندوی ریاست له لارې ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیاحتي شرکتونو لپاره به یوه ځانګړې ټولنه هم رامنځته شي.
په دې ناسته کې د سیاحتي شرکتونو مسوولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکول شوی.