د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې ددې ولایت د قره باغ ولسوالۍ په کروسای سیمه کې یو ټوډي موټر چپه شوی چې یو تن پکې مړ او دوه نور پکې ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې دا پېښه د موټروان د بې غورۍ په سبب رامنځته شوې ده.
د غزني ځایي مسوولینو ویلي چې امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د قره باغ روغتون ته وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د غزني په اب بند ولسوالۍ کې هم دوو باروړونکو موټرو ټکر کړی چې مالي زیان یې اړولی دی.