د کندهار امنيه قومانداني د رسنيو دفتر په ښورابک ولسوالۍ کې د ۶۶۸ کيلو ګرامه چرسو له ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، دغه نشهيي توکي په يوه سرف موټر کې ځای پر ځای شوي و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، په دې تړاو تورن کسان له سيمې تښتېدلي او امنيتي ځواکونه يې د نيولو هڅې روانې کړې دي.
د ويلو ده، چې اسلامي امارت د نشهيي توکو پلور پير، قاچاق، کښت او کارولو د مخنيوني په وړاندې پراخه مبارزه روانه کړې ده.