د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي، چې د جمو او کشمیر سیمې ته سفر ونه کړي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې شاوخوا ۵۰ تنو ته تر مرګ ژوبلې اوښتنې وروسته واشنګټن پرېکړه کړې چې خپل اتباع کشمیر ته پرېنږدي.
امریکايي وګړو ته د سفر نه کولو امر په داسې حال کې شوی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، مېرمن او درې اولادونه یې هم هند ته په څلور ورځني سفر تللي وو.
واشنګټن په داسې حال کې خپل وګړي کشمیر ته له تګ راګرځولي چې په دې وروستیو کې دې سیمه کې د اسلام اباد او نوي ډهلي کړکېچ خپلې لوړې کچې ته رسېدلی دی.