د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په تېر يو کال کې په پکتيکا کې ۸۲ زره او ۷۳۴ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره وايي، په دې خدمتونو کې ۳۷ زره او ۴۹۰ برېښنايي پېژندپاڼې، ۳۵ زره او ۷۹۱ کاغذي پېژندپاڼې، ۳ زره ۹۶۲ زېږون کارتونه، ۸۲۸ د مړينې پارچې او ۴ زره ۶۶۳ نورو کسانو ته په پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه شامل دي.
د پکتیکا د احصايې او معلوماتو رییس مولوي فیضمحمد صمیم وايي، په دې ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوه څانګې فعالې دي او په دې وېش څانګو کې د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره د مثنی پېژندپاڼو وېش، د کارت پر مخ اصلاحات او د نويکولو خدمتونه هم وړاندې کوي.