ډېر لوستل شوي

کاپيسا کې نږدې ۴۸ زرو کسانو ته د پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېر يو کال په لړ کې په کاپيسا کې ۴۷ زره او ۵۳۵ کسانو ته د نفوس د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

ياده اداره وايي، په دې خدمتونو کې ۲۵ زره او ۱۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې، ۱۵ زره او ۲۷۲ کاغذي پېژندپاڼې ۹۷۲ کسانو ته د ژوند پېښو (۱۶۲ د زېږون کارتونه او ۸۱۰ د مړينې پارچې) او ۶ زره ۱۹۱ نورو ته په پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه وړاندې شوي دي. د کاپيسا د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش يوه څانګه فعاله ده، چې د نويو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره د مثنی پېژندپاڼو وېش، نوي کولو، د کارت پرمخ اصلاحات، د زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه هم وړاندې کوي.

اړوند خبرونه