ډېر لوستل شوي

جمو ـ کشمېر کې تر وسلوال برید وروسته؛ د اسلام اباد ـ نوي ډهلي تاوتریخجن حالت

د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر ګرځندویانو ناتاره ډزې او مرګ ژوبلې د دوو ګاونډیو هېوادونو اړیکې بیا ناندریزې او د یوې درنې جګړې پر پاڼ درولي دي. د وړمې ورځې د برید اغېزې او ګواښونه یوازې تر سوداګرۍ محدودې نه شوې، بلکې نوي ډهلي د انډوس/سند سیند پخوانی تړون هم مات او پاکستان ته بهېدونکي اوبه یې راګرځولي دي. په عامه اصطلاح پاکستان ته د بهېدونکو اوبو اوبه‌خورونه د هند په ولکه کې دي او فزیکي حضور پرې لري. اوس کې وېره دا ده چې هند ښایي د اوبو موضوع لا د فشار په توګه وساتي. موږ په دې شننه کې له دې موضوع ورهاخوا، د کشمیر پر ناندریز حالت، ددې وسلوال برید وروسته ددې دوو هېوادونو پر متقابلو ګواښونو او یو بل بندیزونو اعلانولو، پر ګرځندوی صنعت ددې برید پر مادي او معنوي تاوان، د جي ډي وېنس له سفر سره ددې برید نږدېوالی او نور شنلي دي.

پر سېلانیانو له وړمې ورځې له برید سره سم، نوی ډهلی وپارېد او د ملکي او نظامي لوړپوړو چارواکو په شتون کې یې پرېکنده پرېکړې وکړې. ددې برید پر سبا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه سرحدي لاره (واګه بندر) وتاړه، هند ته په وېزه د تلونکو کسانو وېزې یې لغوه کړي، پاکستاني ډیپلوماټان  یې وشړل او  د انډوس/ سند د اوبو له تړونه ووتل. د اوس لپاره د اوبو مسله ډېره ناندریزه شوې او اسلام اباد له هرو وخت په اوس کې د اوبو له ستونزې په وېره کې دی او که هند پر خپلې ژمنې پاتې شي، ښایي پاکستان د اوبو له اړخه ډېر زیان وویني. یاده دې شي چې د پاکستان د اوبو اصلي سرچینې د هند په ولکه کې دي او هند پرې فزیکي حضور او واک لري. هندوستان پر ستلج، بیاس او راوي سیندونو نامحدوده حقابه لري؛ بلخوا پاکستان پر سیند، جهلم او چناب سیندونو لومړی حقابه لري. اوس وېره دا ده چې که هندوستان د ذکر شویو ۶ سیندونو اوبه مهار کړې، د پاکستان د کرنې او مالدارۍ سکتور خورا لوی بحران سره مخولی شي.

پاکستان ۷۰ سلنه خوږې اوبه او د پنجاب او سند ایالتونو خوږې اوبه له همدې سیندیزې حوزې ترلاسه کوي چې بندېدو سره به یې د پاکستان د سند او پنجاب ایالتونه لوی بحران سره مخ شي. د هایډرولوژۍ د متخصصینو له قوله د هند له خوا د له پاکستان سره د اندوس د اوبو تړون ځنډول د نړۍ د هایدروډیپلوماسۍ په تاریخ کې نادره پېښه ده. که څه هم دا پرېکړه یواړخیزه ده؛ خو دا پرېکړه دا راښیي چې نن سبا د هایډروپالېټېکس یا د اوبو د ځواک مسله د نړۍ د فشار یوه بهرینه آله شمېرل کیږي. د هایډرولوژي د علم له مخې پر اوبه‌خورونو واک او فزیکي حضور ته اپسټرېم وایي او دا د فشار یوه اعظمي وسیله ګڼل کیږي. هند په صراحت ویلي چې یو څاڅکی اوبه به هم پاکستان ته ورپرېنږدي، خو اسلام اباد ویلي چې د اوبو بندول د جګړې مانا لري او د اوبو پر ځای به ستاسو وینې راوبهیږي.

که څه هم اسلام اباد ددې برید پړه نه ده منلې او دا یې تشه ادعا بللې ده. خو نوي ډهلی ددې پېښې پړه پر اسلام اباد وراچوي. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې ددې برید تورنو ته به د دوی له تصور هم لوړه سزا ورکړي. نوموړي په بېهار کې ویلي چې بریدګرو به ان د ځمکې په تل کې هم پرېنږدي. د پاکستان اېکسپرس ټریبون او نوور اژانسونو ویلي چې د پاکستان سنا د جمعې په ورځ په متفقه توګه یو پریکړه لیک تصویب کړی او ددې برید په تړاو یې د هند ټول تورونه رد کړي دي. اسلام اباد دا دعوې بې بنسټه او د سیاسي انګېزې پر اساس بللي دي. دا پرېکړه لیک د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او د د لومړي وزیر د مرستیال اسحاق ډار له خوا وړاندې شوی او ویل شوي چې د هند د هر ډول غلط اقدام په وړاندې د چټک او پرېکنده ځواب ژمنه وکړه.

د پاکستان ملي امنیت شورا په غونډه کې پاکستاني چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې که د اوبو یاد تړون څخه هند وځي یا د اوبو جریان منحرف کړي، دا به پاکستان ته د جنګي اقدام په مانا وي.  د یادونې ده، چې پاکستان د متقابل اقدام په توګه د هندي هوايي شرکتونو او له هغه هېواده راتلونکو ټولو الوتنو ته خپل فضايي حریم تړلی دی، یو شمېر هندي ډیپلوماتانو ته یې له هېواده د وتلو امر کړی او پر پوله د تګ، راتګ لاره یې تړلې ده. د پاکستان د دفاع وزیر هم ګواښ کړی چې که هند یې پر خاوره یرغل وکړي او یا پاکستاني وګړي زیان وویني، نو دوی به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي. په اسلام اباد کې د پاکستان ملي امنیت کمېټې له یوې غونډې وروسته خواجه اصف له مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار او ځینو نورو وزیرانو سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، که پاکستاني وګړي خوندي نه وي، په وینا یې هند به یې هم پایلې وویني.

ددې برید بریدګر او تورن کسان څوک دي؟

که څه هم اسلام اباد په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي، خو کشمیر کې د انانت‌ناګ ولسوالۍ پولیسو د پهلګام برید په تړاو ۴ تنه په دې برید تورن ګڼي. د دوی په وینا، دې برید کې ۳ تنه د لشکر طیبه غړي دي او یو تن د همدې سیمې اوسېدونکی دی. پولیسو ددې بریدګرو څېرې هم رسم کړي او ادعا کیږي چې همدې کسانو پر ګرځندویانو ډزې کړي دي.

پولیسو ویلي چې ددې کسانو په اړه که هر چا مالومات ورکړل، نو دوه میلیونه هندۍ روپۍ جایزه به ورکوي او شهرت به یې هم خوندي وي. کشمیر کې د پولیسو لوړپوړه چارواکو بي‌بي‌سي ته منلې چې تر پهلګام برید وروسته په سیمه کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان نیول شوي او د پېښې په تړاو ترې پوښتنې روانې دي.

دا برید د اسلامي امارت په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان او ګڼو نورو هېوادونو په پراخه کچه غندلی دی. ملګرو ملتونو سازمان ويلي چې دواړه هېوادونه باید له لوړ زغم کار واخلي او ډاډمن شي چې ترمنځ یې وضعیت نه خرابیږي. اسلامي امارت دا برید د سیمې د ټیکاو او امنیت په پار یو ګواښ بللی دی. یاده دې شي چې دا لومړی ځل نه دی  چې دې سیمه کې زایرین او د نورو هېوادونو اتباع په نښه کیږي؛ بلکې تر دې دمخه هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

د تورېزم پر سکټور ددې برید اغېزې؟؟؟

 د کشمېر دې پېښې د ګرځندوی پر سکټور هم ناوړه اغېزه کړې ده. د کشمېر دې زړه راښکونکې سیمې ته به په کلني ډول میلیونونه تنه له بېلابېلو هېوادونو د چکر په پار راتلل خو له دې برید سره ددې سیلانیانو د راتګ لړۍ پیکه ښکاري. همدارنګه تازه د امریکا او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو هم خپلو وګړو ته امر کړی چې کشمیر ته ولاړ نه شي. ویل کیږي چې ددې سیمې د اوسېدونکو کاروبار هم له دې برید سره کمرنګه شوی او د سېلانیانو په پار د وړو جوړیو کښتیو مالکان وایي چې کاروبار یې پیکه شوی دی. الجزیرې لیکلي چې له دې برید سره سم کشمیر ته راغلو زرګونو سیلانیانو خپل کالي او غوټې راټولې کړي او د هوایي ډګرونو پر لور یې ترپللي. جمو کشمیر ته په تاریخي ډول په تېر ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳.۵ میلیونو وګړو مخه کړې وه چې دا د تېرو کلونو په پرتله بېسارې لوړه شمېره ده.

هند ته د امریکایي چارواکو له تګ سره ولې پر بومي او بهرنیو وګړو ډله ییز بریدونه کیږي؟

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې په داسې حال کې پر ګرځندویانو برید کیږي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي وېنس هم په کورني چکر هند ته تللی و او د هند له لومړي وزیر یې هم لیده کاته کړي وو. نوموړي همدارنګه په خپل څلور ورځني سفر کې له تاج محل او د هند له نورو سیاحتي سیمو هم کتنه کړې وه. دا لومړی ځل نه دی چې هند کې د امریکایي چارواکو د سفر پر مهال هلته ډله ییز بریدونه کیږي، بلکې تر دې پخوا هم هلته یو شمېر سیلانیان، زایرین او بومي وګړي په نښه شوي وو.

د پوځي چارو پوهان وایي چې هند ته د امریکایي چارواکو له تګ سره سم وسلوال د امتیاز اخیستنې او یا د خپل غږ د لوړونې او د نړیوالو د پام اړونې په پار ترسره کوي. د کارپوهانو په وینا، دوی غواړي چې خپل ځواک او شتون وښیي او وښیي چې لا یې هم ځواک شته او ناامني جوړولی شي.

پایله

اسلام اباد او نوی ډهلی لا هم یو بل ګواښي او پر پوله یې پوځیان یو بل ته ګوته په ماشه دي. پر ګرځندویانو تر برید وروسته پر پوله دا دویم ځل دی چې د دواړو هېوادونو عسکر نښلي. په واقعي مانا، دا برید ستر او د کشمیر د لانجمنې سیمې پېچلتیا ته یې یوه بله غوټه هم وراضافه کړه. که څه هم نوی ډهلی به پر پاکستان فزیکي جګړه ونه کړي؛ خو ددې وېره شته چې پاکستان د اوبو د فشار په وسیله وځپي او یا یې خپلو شرایطو منلو ته قانع کړي. ښایي پاکستان هم دا موضوع د ملګرو ملتونو او د نړۍ د اغېزمنو هېوادونو تر دروازو ورروسوي او د درېیمګړو هېوادونو په توګه پرې غږ وکړي. داسې ښکاري چې د کشمیر کشاله لا پسې سخته شوې او د لسګونو زرو عسکرو وینو ورته بسنه نه ده کړې. همدارنګه دې برید ددې سیمې ښکلا ورپیکه کړې او د تورېزم سکټور او د بومي خلکو پر کار روزګار به اغېزه ولري. دا پېښه په واقعي ډول د پاکستان او د هند په اړیکو کې د عطف ټکی دی، خو نږدې راتلونکی به ښیي چې دا پېښه د دواړو هېوادونو ترینګلتیا څومره پسې لا ژوروي.

عمر ناصح د امید راډیو د شننې څانګه

اړوند خبرونه