ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د بندر عباس د پېښې له امله خواخوږي څرګنده کړه

د بهرنيو چارو وزارت د ايران د بندر عباس ښار د خونړۍ چاودنې له امله ژوره خواشيني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ياد وزارت د رسنيو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمدتکل په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه خونړۍ پېښه د ايران د سلګونو وګړو د مړينې او ټپي کېدو لامل شوې ده. د بهرنيو چارو وزارت د ايران له دولت، ملت او د قربانيانو له کورنيو سره خپله صميمانه خواخوږي او تسليت څرګند کړی او د پېښې ټولو قربانيانو ته يې د الله تعالی له دربار څخه د رحمت دعا کړې ده.

اړوند خبرونه